اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د بلوچستان صوبي په چمن سيمه ??ښې د شوې چاؤدني غندنه كولو ??ره وئېلې دي د ترهه ګرۍ په ضد د پاکستان حکومت ، امنيتي ادارو ، اولس او پارليمان عزم غيرمتزلزل دے او د ترهه ګرۍ پېښي زمونږ حوصلې نه شي كمزوري كولې۔د سېنېټ سيکرټريټ له مخي د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ترهه ګر دې ډول ناوړه كاروائيو ??ره په پاكستان ??ښې د پرمختګ عمل ته زيان رسول غواړي خو پاکستان د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره لوظي دے۔د سېنېټ چيئرمېن د چاؤدني په نتيجه ??ښې د شهيد شوو كسانو لوړو درجو او ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړهډپټي چيئرمېن سنيټر مرزا محمد آفريد ي ، د حكومتي ډلي مشر سينيټر ډاکټر شهزاد وسيم او د مخالفي ډلي مشر سينيټر سيد يوسف رضا ګيلاني هم د چمن ??اؤدني سخته غندنه كولو ??ره ووئيل ترهه ګر به چري هم په خپلو ناوړه مقاصدو ??ښې بريالي نشي ٬ ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد يو موټے د??