اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي په تكن??كي توګه پرمختللو هېوادونو كښې شاملېدو لپاره د څلورم صنعتي انقلاب ټېكنالوجي خپلولو ته اړتيا ده، د هېواد غوره تشخص رامخې ته كولو لپاره د فنون زده كړو ته وده وركولو ته اړتيا ده٬ حكومت د هېواد معاشي ودې لپاره د بشري وسائلو زياتولو ته پاملرنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ??رځ د نېشنل كالج آف آرټس لاهور د پرنسپل پروفېسر ډاکټر مرتضيٰ جعفري لخوا د بريفنګ په ??هال كړې۔ صدر ډاکټر عارف علوي د كالج پرنسپل په ??ېواد كښې د فنون تعليم ودې لپاره د خپلې ادارې د كردار نه خبر كړو۔ پ?? دې موقع خپلو خبرو كښې صدر ډاکټر عارف علوي په ??يشنل کالج آف آرټس زور راوړو چې د دارې انتظامي?? دې كالج ته رسنه زياتولو لپاره نړيوالو تعليمي ادارو سره مرستې لا زياتې كړي۔ ده ووئيل حكومت د تعليم څانګې له ډېر اهميت وركوي۔ ده ووئيل حكومت د هېواد معاشي ودې لپاره د بشري وسائلو زياتولو ته پاملرنه كوي، د زده كوٶنكو تعليم ته ارزانه او آسانې رسنې لپاره د آن لائن تعليم سهولتونه بهتر كولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل د خاص كسانو په ??وټه عملدرامد او د كالج احاطې ته آسانې رسنې لپاره ګامونه پورته كړئ