اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي ??اكستان ??ند سره مذاكراتو له چمتو دے۔ هند دې د كشميري اولس تشخص ختموونكي اقدامات بېرته اخستلو سره مذاكرات لپاره په زړه پورې چاپېرچل جوړ كړي۔د وزيراعظم عمران خان د سعودي عربستان دوره د غېر معمولي نوعي?? وه۔ پاكستان ??و خپلواكه سولييز او مستحكم افغانستان ??ښې خوښي لري۔ د فلسطين په مسئله به اسلامي نړۍ له يو موټې كېدل وي۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل په اولنۍ قبله مسجد اقصٰی كښې چې كوم بربريت روان دے مونږ ته په هغې سخته اندېښنه ده۔ وزیر اعظم عمران خان سعودی عربستان ??ښې د او آئي سي سېکرټری جنرل سره ملاقات كښې هغه د پاكستان د تشويش نه خبر كړې۔ هغه ووئيل د فلسطین په معامله پاكستان د تركيه په ډول مضبوط دريځ لري۔ پاكستان ??لسطيني وګړو سره د يو والي څرګندونه كوي۔ هغه ووئيل تېره شپه زما عمران خان سره هم په دې خبره شوې ده۔ هغه ووئيل حالات د معمول له مخې كولو له د سلامتي كونسل غونډې رابللو ته اړتيا ده۔ هغه ووئيل د عمران خان د سعودي عربستان دوره ډېره مهمه وه۔ ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان ??خپله وزيراعظم ته هركلي وئيلو له ائيرپورټ راغلو۔ د دې دورې په مهال چې د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځھ كومه اداره جاتي تګلاره وضعه كړې شوې د هغې درې ستنې دي ??غې كښې دفاع ٬ سلامتيا او معيشت شامل دے۔ د سعودی ولی عهد وژن 2030 له مخې هغوي ته به د نور ورك فورس ضرورت وي ۔ هغوي به راتلونكو 10 كلونو كښې نور 10 ملينه افرادي ??وت ته اړتيا لري۔ سعودي عربستان سره د دورې په مهال 5 اېم او يوز لاس ليك شول۔ هغه ووئيل د سعودي عربستان اعلی مشرتابه سره ملاقات كښې د پوځ سرلښكر ٬ وزيراعظم او زه موجود وم۔ غونډه كښې مونږ د كشمير په معامله ښكاره دريځ وړاندې كړو۔ خارجه وزير ووئيل د پوځ سرلښكر جنرل باجوه د افغانستان دوره كړې۔ مونږ افغانستان ??ښې امن غواړؤ۔ هغه ووئيل افغانستان ??ه د بهرنيو هېوادونو عسكرو وتل پېل شوي دي۔ د افغانستان د امن ذمه واري د افغان ??شرتابه ده۔ ديوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د كشمير مسئله د سياست نه پورته ده۔ په دې اړه د پاكستان دريځ ښكاره دے۔ د سعودي عرب دورې په مهال د كشمير په مسئ??ه خبره شوې ده۔ افغانستان ??ښې د امن په اړه هغه ووئيل افغانستان ??ښې امن لپاره چې پاكستان ??وم كردار ترسره كولې شي ترسره كوي به۔