اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي د نومبر نه كالعدم ټي اېل پي سره زمونږ خبرې روانې وې، د لوظنامې له مخې د فرانس سفير ويستلو په اړه مونږ په قامي اسمبلۍ كښې د قرار??اد راوړلو پابند يو، يوازې د فرانس سفير ويستلو سره دا مسئله په مكمل توګه نه شي حل كېدې، د داسې لائحه عمل ضرورت دے چې په راتلونكي وخت كښې د ناموس رسالت ﴿ص﴾ په اړه ګستاخي رامخې ته نشي. د زيارت په ورځ د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې وفاقي وزير ووئيل كالعدم ټي اېل پي په نومبر كښې چې كله په فېض آباد كښې دهرنا وركړې وه نو هغه وخت دوي سره زمونږ يوه لوظنامه شوې وه. ?? دې نه پس وخت په وخت دوي سره زمونږ خبرې كېدې، زمونږ ډېډلاك هغه وخت پېدا شو كله چې كالعدم ټي اېل پي غوښتنه وكړه چې د فرانس سفير دې د هېواد څخه وويستلے شي. ده ووئېل زمونږ دريځ د?? ؤ چې د لوظنامې له مخې مونږ په دې ??عامله په پارلمان كښې د قرار??اد وړاندې ??ولو پابند يو. ټي اېل پي ووئيل قرار??اد منظورول هم د حكومت ذمه واري ده خو زمونږ دريځ د?? ؤ چې قرا??اد به په پارلمان كښې وړاندې ??ولې شي. د منظورې يا مسترد كېدو پرېكړه به پارلمان كوي