اسلام ??باد۔14اپرېل(اے پی پی) د داخله وزير شېخ رشيد په مشرۍ كښې په روانه امنيتي وضعه غونډه وشوه۔ غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري هم ګډون وكړو۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې غونډه كښې داخله سېكټري ، آئی جی پنجاب، چیف کمشنر اسلام ??باد ، آئی جی اسلام ??باد، د رېنجرز او نورو قانون نافذ كوؤنكو ادارو استازو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د مذهبي ګوند لخوا د احتجاج د صورتحال جاج واخستے شو۔ داخله وزير پوليس ٬ رېنجرز او ضلعي انتظاميې ته د سيمې په كليئر كولو مباركي وركړه۔ غونډه كښې شهيد شويو پوليس اهلكارو ته د عقيد?? پېرزويئنې وړاندې كړې شوې۔ ??ونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې د قانون لاس كښې اخستونكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ داخله وزير غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته هدايت وكړو چې د رياست رټ به په هر صورت باوري كولې شي۔ هغه ووئيل موټروېز، جی ټی روډ او پاتې سترې لارې ټرېفك لپاره كليئر كړې شوي دي۔ شېخ رشید احمد ووئيل رېنجرز پوليس او انتظاميې سره په ګډه په زړه پورې كار كړے دے۔