اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی)داخله وزير شېخ رشيد وئېلي دي چې (ن)ليګ او پيپلز ګوند ترمينځه د نسلونو نه جنګونه راروان دي٬لمر د مغرب نه راپورته كېدې شي خو دا دواړه ګوندونه يوځاې كېدې نه شي٬دواړو ګوندونو د پي ډي اېم په پليټ فارم د وزيراعظم اخوا كولو له اتحاد كړے و خو دوي ناكامۍ سره مخ شول۔شريفه كورنۍ كله هم يوځاې نه وه٬ما د (ن)نه د ش د وتلو خبره كړې وه نو هغې پسې خندا وكړې شوه زه په دغه خبره اوس هم ولاړ يم۔هغه ووئيل وزيراعظم په ګرانۍ قابو موندلو له او د هېواد بهترۍ له شپه او ??رځ خواري كوي۔باور لرم چې هغه به په ګرانۍ قابو ومومي۔د كورونا حالات تندۍ سره ناوړه كېږي٬اېن سي او سي به(سبا)د ګل په ??رځ په غونډه كښې په سمارټ لاك ډاؤن غور كوي۔د خالي په ??رځ نجي ټي وي چينل سره خبرو كښې هغه ووئيل وزيراعظم ته كورونا كېدل د ټول قام لپاره لمحه فكريه ده۔د كورونا درېمه چپه تندۍ سره خپرېږي٬ما په ټوقو ټوقو كښې ټېسټ كړی و چې مثبت راغلے و٬۔شېخ رشيد ووئيل د پي ډي اېم حالات ډېر بد دي٬ما وړاندې وئېلي وو چې د اپوزېشن ګوندونه به مولانا ته دهو??ه وركوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل مون?? ديني مدرسې د اسلامې قلعه ګڼو٬د دې رجسټرېشن عمل به بش??ړ كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې شېخ رشيد ووئيل وزيراعظم ماته وئېلي چې د مريم نواز بهر تللو سوال نه پیدا كېږي۔هغه ووئيل د ټاكنو اصلاحات ضروري دي خو اپوزېشن د اليكټرانك ووټنګ منلو نه انكار كوي۔وزيراعظم په ټاكنو او د پوليس اصلاحات پشمول لس مهم ټاسك راكړې دي٬اپوزېشن ګوندونو ته بلنه وركوم چې هغوي دې راشي او د اصلاحاتو عمل كښې دې د حكومت مرسته وكړي