اسلام آ??اد??7مارچ (اے پی پی) د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام وئيلي د?? وزیراعظم عمران خان پاكستان كرپشن فري او پاكستانې اولس د نړۍ مثالي قوم جوړولو له كوټلې هڅې كوي۔ په كال 2018ء كښې اقتدار ته راتلو نه وروسته هغه د هېواد معيشت مستحكم كولو ٬ برآمدات زياتولو او هېواد كرپشن فري جوړولو له خصوصي ګامونه پورته كړل۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ه??ه ووئي?? اوسنې حكومت هېواد كښې د قانون حكمرانۍ د پارليمان سرلوړۍ او د قومي ادارو سپېځلتيا له هڅې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ه??ه ووئيل وزيراعظم بصيرت او فراست لري ځكه ئې ځان قومي اسمبلۍ كښې د اعتماد ووټ اخستلو ته وړاندې كړو او كامياب وګرځولے شو۔