اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قا??ري وئيلي دي ?? تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزارت سره د مدرسو الحاق به د يو ډول تعليمي نظام پلو مهم ګام وي او دې اقدام سره به په تعليمي نظام كښې د ملا او مسټر ترمېنځه تقسيم كم شي. وفاقي وزير د شورو په ورځ ?? تعليم او وظيفه اي تربيې وزارت تر سيوري لاندې د مدارس دينيه زده كوونكو ته د اسناد وركولو په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو. په دې موقع ده ووئيل د مذهبي چارو وزارت او ?? تعليم وزارت دې مقام ته رارسېدو لپاره ډېره خواري كړې. ده ووئيل اوسنے حكومت د مدارس دينيه نظام قوي كوي. د دې امت په تربيه كښې د علماﺀ كرامو او مدرسو لويه برخه پاتې شوې. ده ووئيل د زرګونو په شمېر مدرسو او ديني مشرانو ?? تعليم په وزارت د باور څرګندونه كړې. پير نورالحق قا??ري ووئيل تر راتلونكي كال به په مطلوبه شرائطو پوره ټولو مدرسو ته اسناد وركړے شي. دې دستورې سره به د رياست او مدرسو ترمېنځه همغږي زياته شي