اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) وزيرِ اعظم عمران خان د اسلام آباد په ترنول سيمه كښې د سل بستريزې پناه ګاه پرانسته كړې۔ په دې موقع د غربت تخفيف لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاکټر ثانيه نشتر، د بېت المال اېم ډي عون عباس بپي او پاكستان كښې د تركيه سفير احسان مصطفی يرداکول هم موجود ٶ۔ د جمعې په ورځ وزيراعظم عمران خان د كال 2021 وړومبې ماښا?? د ??سلام آباد په ترنول سيمه كښې پ?? پناه ګاه كښې بې وسه او مستحق كسانو سره تېر كړو، وزيراعظ?? د ??ېت المال او د تركيه د كلتور او سېلګرۍ وزارت په اشتراك په ترنول اسلام آباد كښې د سل بسترو د پناه ګاه پرانسته وكړه٬ پ?? پناه ګاه كښې به ناشته او د شپې ډوډۍ هم وركولې شي او پكښې مېرمنو لپاره په خاص توګه د لس بسترو جلا اتنظام هم شوے دے٬ ددې پناه ګاه نه وروسته په اسلام آباد كښې د پناه ځايونو مجموعي شمېر?? پنځه ته رسېدلې ده۔ وزيراعظم عمران خان پ?? پناه ګاه كښې موجود د EZ Shifa لخوا د ټېلي هېلته كائيوسك ??م دوره وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم ته د ټېلي هېلته كائيوسك په اړه ووئيل شول چې دلته موجود ډاكټران به رنځورانو له ويړيا طبي معائنې لپاره په ګرده نړۍ كښې موجود د 500 نه د زياتو ډاكټرانو په نګرانۍ كښې طبي مشوره وركولې شي۔ وزيراعظم په دې موقع پ?? پناه ګاه كښې د استوګنې ??م دوره وكړه او مستحقينو سره ئې ډوډۍ هم وخوړله