اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفا??ي و??ير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې په بلوچستان كښې د اېف سي په چېك پوسته د ترهګرو په كارووائې كښې د شهيد شويو ځوانانو كورنيو سره غمرازي كوم، د دښمن د بزدلانه فعاليتونو په نتيجه كښې به د وسله والو ځواكونو او قوم حوصلې كمزورې نه شي، پاكستان او بلوچستان د پرمختګ په لار روان شوي او د پرمختګ دا سفر به روان وي. د اتوار په ورځ يو شخصي ټي وي سره په خبرو كښې وفا??ي و??ير ووئيل چې پاكستان د ترهګرې په ضد جنګ كښې چې څومره قربانې وركړې دي، په نړۍ كښې د دې مثال نشته. مونږ د شهيدانو د وينو قرض دار يو. وفا??ي و??ير ووئيل چې پاكستان په هر نړيوال فورم د هند مكرو او ناپاك عزائم په ډاګه كوي. نړۍ ته مو د هند په ضد ډوزيئر وركړي دي چې هن?? څنګه ترهګر سپانسر كوي. پاكستان په دې وخت كښې په جامع حكمت عملې روان دے او وړاندې به د پاكستان پوزيشن لا قوي شي.