کراچۍ 15 دسمبر(اے پي پي) د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاہ وئيلي دي په صوبه كښې د كرونا وائرس په 1520 نوو كېسونو كښې د 1473 تعلق كراچۍ څخه د??۔ د نهې په ورځ د وزير اعلٰې هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې سيد مراد علي شاہ ووئيل په تېرو 24 ساعتو كښې د كرونا په سبب 58 كسان مړه شوي چې ورسره د مړو كسانو مجموعي شمېره 3222 ته رسېدلې ۔ ده و??ئيل صوبه كښې لس زره 289 ټېسټ شوي چې پكښې 1520 پازيټو راغلي ۔ ده و??ئيل تر اوسه په صوبه كښې 21 لكه 66 زره 999 ټېسټونه شوي چې پكښې يو لك 98 زره 482 كسانو كښې د كرونا تشخيص شوے ۔ ده و??ئيل د تېرو 24 ساعتو په مهال 1176 رنځوران صحت مند شوي چې ورسره د صحت مندو مجموعي شمېره يو لك 69 زره 385 ته رسېدلې ۔ مراد علي شاہ ووئيل دا مهال 25 زره 875 رنځوران بستر دي چې پكښې 24 زره 965 په كورونو كښې٬ 16آئسوليشن سنټرز او 894 رنځور??ن په بېلا بېلو روغتونونو كښې دي۔ ده و??ئيل د 801 رنځورانو حالت اندېښمن دے او 83 په و??نټي ليټرز پراته دي