ملتان۔12 دسمبر(??ے پی پی) د خارجه چارو وفاقي وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پي ډي اېم ډله به د بېرته تلو لاره پېدا نه كړي۔ اپوزيشن چې څومره شور هم كولې شي بايد وكړي دوئي ته به كومه اېن آر او وركولې نه شي او لوټ كوؤنكو له به د لوټ كړي شوي دولت حساب وركول وي۔ اپوزيشن په غېر ملكي اشارو ګډيږي او دوئي ته هېواد كښې د اړي ګړي رامخې ته كولو ټاسك وركړے شوے دے۔ ولې دوئي به د ناكامۍ نه سوا بل هېڅ څه نه ??وم??۔ ما د اولې ورځې نه وئيلي وو چې په پي ډي اېم كښې د استعفاګانو په شمول په يو شمېر چارو كښې اختلاف رامخې ته شوې دې۔ ددې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير تېره ورځ ملتان كښی بېلو پلاويو سره دملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ هغه و??ئيل د هند د بشري حقونو خلاف ورزيو كولو او په كشميريانو د روان ظلم او زياتي ناوړه څېره نړۍ ته په ډاګه شوې ده۔ هغه وئيل د هند د پالېسيو او هندوتوا سوچ په ضد د هند دننه نه غږ پورته كېږي۔ هغه و??ئيل نړيواله ورورولي دې په هند فشار واچوي دغسې چې هغه د بشري حقونو خيال ساتل باوري كړي۔ هغه و??ئيل د اے ډي بي اوسنې رپورټ ز??ون?? د اقدامامو توثيق دے۔ هغه و??ئيل ??ون?? د ګرانۍ ختمولو له ګامونه پورته كوؤ۔ كه لوئے څښتن ته منظور وي ډېر زر به په ګرانۍ قابو و??وم??۔ هغه و??ئيل دا يوه خوشبينه خبره ده چې د چينيو په بيعه كښې د كلو په سر 31 روپۍ كمې شوې دې۔ هغه و??ئيل د كورونا دويمه چپه سخته ده اولس بايد په اېس او پيز عمل وكړي۔ خارجه وزير ملتان كښې خپله حلقه كښې د روانو پرمختيائي منصوبو جاج واخست او د اولس مسئلې ئې وارېدلې د كومو هوارولو له چې ئې په موقعه امر هم جاري كړو۔