اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خن وئيلي دي چې پي ډي اېم د خپلو غونډو په تسلسل د اصرار د لارې اولس او د دوي معاش قصداً خطر سر?? مخ كوي، دا دې ل??ونه غونډې وكړي خو دوي به كومه اېن آر او ترلاسه نه كړي. د اتوار په ور?? په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې په پاكستان كښې د كورونا د وبا د دوهمې چپې شمېرې د اندېښنې وړ دي. د تېرو 15 ورځو په مهال د وېنټيلېټرز د محتاج رنځورانو شمېره په پېښور كښې 200 فيصده، په ملتان كښې 200 فيصده، په كراچې كښې 148 فيصده، په لاهور كښې 114 فيصده او په اسلام آباد كښې 65 فيصده زياته شوې. د اسلام آباد او ملتان 70 فيصده وېنټيلېټرز پےه استعمال كښې دي. ده ووئيل چې په دې وخت كښې ټوله نړۍ دوهمې چپې سر?? مخ ده او زياتره هېوادونو په مكمل توګه بندېزونه﴿لاك ډاٶن﴾ لګولي دي. وزيراعظم ووئيل چې پي ډي اېم د خپلو غونډو په تسلسل د اصرار د لارې اولس او د دوي معاش قصداً خطر سر?? مخ كوي ځكه چې په دې شرح سره كېسونه زياتېږي نو مونږ به د مكمل لاك ډاٶن په پلو په تللو مجبور شو او د نتيجو ذمه وار به پي ډي اېم وي. ده ووئيل چې مخالفه ډله د اېن آر او ترلاسه كولو په مايوس كن هڅو كښې ډېر سفاكيت سره د اولس ژوند او روزګار تباه كوي. دا زه واضحه كوم چې دوي دې ل??ونه غونډې وكړي، كومه اېن آر او به ترلاسه نه كړي. وزيراعظم ووئيل چې هغه په قطعي توګه د لاك ډاٶن په شان اقدام نه غواړي ځكه چې زمونږ معيشت چې پكښې د كوټلې بحالې اثار په دې وخت كښې څرګند دي، زيان سره ب?? مخ شي. له بده مرغ?? مخالفه ډله د اېن آر او پشان د اهدافو په تعاقب كښې ده كه د اولس د ژوند نه واخله د هېواد تر معيشت ئې قيمت هر څه وي.