اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه مح??ود قرېشي وئيلي دي چې علامه اقبال د نيمې وچې په مسلمانانو كښې د شعور?? فراست او د ايماني جذبي غوندې صف??ت روشناس كړي، د نوي كول بهترين تربيې لپاره د علامه مح??د اقبال فلسفې او فکر ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ د ګل په ورځ د اقبال ورځ په لړ كښې خپل خاص پېغام كښې خارجه وزير ووئيل په نننۍ ورځ ھغه شخصيت زېږېدلې ٶ څوك چې د مفكر پاكستان، عظيم فلسفي او حکيم الامت په نامه پېژندلې كېږي۔ شاه مح??ود قرېشي ووئيل دا خبره هېڅكله هېرول پكار نه ده چې نن مونږ په كوم آزاد او خپلواكه رياست كښې په آزادۍ ??ره ژوند كوٶ ھعه د حضرت علامه اقبال (رح) د خواب عملي تعبير دے۔ شاه مح??ود قرېشي ووئيل د ډاکټر علامه مح??د اقبال کلام د قرآن او سنت ترجماني كوي او نن هم مونږ لپاره د لارې د مشعال حېثيت لري