اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان مقبوضه جمو و کشمير كښې د يوې حكمنامې له مخې د زمكې ملكي?? په قوانين كښې د هندي حكومت لخوا غې?? قانوني بدلون مسترد كولو سره وئيلي دي د هندي حكومت د غندنې وړ اقدام د مل??رو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو٬ د پاكستان او هند ترمېنځه د دوه اړخيزه لوظنامو او د نړيوال قوانين د خلاف ورزۍ يو بل مثال دے۔ د خارجه دفتر وياند له مخې مقبوضه کشمير د مل??رو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او نړيوال قوانين له مخې په نړيواله كچه منلې شوې شخړه ده٬ د 5م اګست كال 2019 هندي غې?? قانوني او يو اړخيزه كاروائۍ او د دې نه پس اقداما?? په خاص توګه د ډوميسائل قانون او اوس د زمكې د ملكي?? په قوانين كښې د بدلون مقصد د مقبوضه کشمير آبادياتي ډھانچه كښې بدلون كول دي دغسې چې كشميريان هم د دوي په زمكه اقليت كړے شي٬ د مقبوضه سيمې آبادياتي ډھانچه بدلول د جنيوا د څلورم كنونشن خلاف ورزي ده او د جنګي جرم په زمره كښې راځي٬ دا اقدامات او قوانين كوم قانوني او اخلاقي جواز نه لري، كوم چې د مقبوضه کشمير په مظلومه اولس د ټوپك په زور تپلے شوي۔ وياند د دې خبرې پخلے وكړو چې د دې ډول اقداماتو څخه خو به نه يوازي د كشمير متنازعه حېثيت بدل شي كوم چې مل??رو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ تسليم كړے او نه ھغوي د كشميريانو د خپلواكۍ جائز حق غصب كولے شي٬ پاکستان مل??رو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې ھغوي هند د مقبوضه کشمير د آبادي ډهانچه او جلا جلا شناخت بدلولو نه ايسارولو لپاره په سمدستي توګه اقدامات وكړي او د مل??رو ملتونو د اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو و كشمير كشاله هواره كړي