اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) امير البحر اېډمرل ظفر محمود عباسي وئېلي دي چې جرات ??ند??نه جنګي حكمت عملۍ او وظيفائي قابليت دښمن د ځان بچ كولو په پالېسۍ مجبور كړی وو٬د پاك بحريه جهازونو د آپرېشن “سو??نا??ه”په ??ها?? په بې مثاله بهادرۍ سره په دواركا كښې د هند رېډار سټېشن تباه كړی و۔د پاك بحريه غازي ابدوز په بحر هند كښې خپل تسلط په ځاې ساتلو سره د هند بحري ??نګي بېړۍ په بندر كښې قيد ساتلې وه۔پاك بحريه نن هم د دښمن د سازشونو پوخ ځواب وركولو لپاره هر وخت تياره ده۔د دفاع ورځې په موقع اميرالبحر اېډمرل ظفر محمود عباسي په خپل پیغام كښې ووئيل چې د ستمبر د 6مې نېټې ورځ زمونږ د تاريخ يوه زرين باغ دې۔دا ورځ مونږ ته د پاكستاني قوم او پوځ د غېر متزلزل عزم او بهادرۍ ياد راكوي۔ده ووئيل چې دا ورځ زمونږ د شهيدانو او غازيانو د بې مثاله بهادرۍ او قربانۍ عكاسي كوي كوم چې د دښمن عددي برترۍ سره هم ثابت قدم پاتې شول او د دوي ناپاك عزائم يې خاورو سره خاورې كړل۔اميرالبحر ووئيل چې ن?? د ??اك بحريه ټول افسران او ځوانا?? د ??ېواد د بحري پولو دفاع لپاره د خپل عزم پخلې كوي چې دغسې راتلونكو نسلونو ته يو پرمختللې او د اميد نه ډك سباؤن وركړی شي