اسلام آباد ۔ 28 اګست (اے پی پی) د اقتصادي چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي پاكستان جاپان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او هيله لري چې بېلو څانګو كښی او په خاص توګه د برآمدي او درآمدي متبادل صنعتونو او د قدرتي آفتونو مخنيوي انتظام او مرسته كښې به دا اړيكې له وده ومومي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان كښې د جاپان سفير مستوداکونی نوری سره ملاقات كښې د خبرو په مهال وكړه۔ ملاقات كښې وه اړخيزه سفارتي ٬ تجارتي او اقتصادي اړيكې ??يا??ولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر په سخت وخت كښې د ك??رو??ا مخنيوي له په مرسته كولو د جاپان حكومت مننه وكړه۔ ده ووئيل د جاپان لخوا پاكستان كښې د توان ٬ ټرانسپورټ ٬ صنعت او د سماجي پرمختګ څانګو كښې مرسته د ستائنه وړ ده۔ ده د جاپان لخوا كراچۍ كښې اربن فيلډ مېنجمنټ لپاره تكنيكي مرسته هم وستائله۔ وفاقي وزير د جاپان سفير بېلو څانګو كښې او په خاص توګه د تع??ير??تي صنعت او مېنوفیکچرنګ څانګې پرمختګ او دې كښې سرمايه كاري كولو له د سرمايه كارو تشويق كولو په لړ كښې د پورته كړې شويو ګامونو نه خبر كړو۔ ده ووئيل حكومت تع??ير??تي او د مېنوفېكچرنګ څانګو ته وده وركوي او په دې لړ كښې جاپاني كمپنۍ د بېلو پرمختيائي څانګو ودې له د پاكس??ان?? حكومت لخوا معارفي كړې شويو رعايتي سكيمونو كښې برخه اخستې شي۔ د جاپان سفير ووئيل زمونږ هېواد پاكستان سره تجارتي اړيكې او بېلو څانګو كښې مرسته ??يا??ول غواړي۔ ملاقات كښې دواړو فريقو دوه اړخيزه استفادې له د ك??رو??ا وائرس وباﺀ نه وروستو دور كښې تج??رت او اقتصادي اړيكو ته لا وده وركولو له د خپل عزم پخلې وكړو۔