اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيا?? ملك امين اسلم په مشرې كښې د لس بلين ټري سونامي پروګرام د پرمختګ په اړه مهمه غونډه وشوه. په غونډه كښې د موسمياتو بدلون وزيرمملكت زرتاج ګل وزير، پارلماني سېكرټري رخسانه نويد، اېډيشنل سېكرټري جودت اياز او ??وائنټ سېكرټري سلېمان خان وړائچ ګډون وكړو. په غونډه كښې د پنجاب د ځنګلاتو محكمې چارواكو هم ګډون وكړو. په غونډه كښې د بېلا بېلو پروژو د پرمختيائي چارو جاج واخستل شو. په دې موقع د وزيراعظم سلاكار ملك امين اسلم ووئيل چې د وفاقي حكومت لخوا صوبائي حكومتونو ته بجټ جاري كړے شوے او ??وي ته د بجټ شاملولو هدايت هم شوے. ده ووئيل چې ځنګلي حيات او ?? دوي د مسكن تحفظ د موسمياتي بدلون د محكمې په ترجيحاتو كښې شامل دے.غونډې ته وزيرمملكت زرتاج ګل وزير ووئيل چې بايد د ماحولياتي بدلون محكمې د اقداماتو په اړه صوبائي حكومتونه په اولس كښې د خبرتيا كمپائن ته خاص پام وكړي. په دې لړ كښې دې صوبائي حكومتونه خپله لائحه تياره كړي او په سمدستي توګه دې اقدامات وكړے شي