اسلام آباد ۔ 23 اگست (اے پی پی) پاکستان د چین۔ پاکستان خارجه وزيرانو اسټرېټجك مذاكراتو نه وروستو د جاري كړې شوې شريكې اعلاميې په اړه د هندي خارجه وزارت وياند لخوا وركړې شوې متنازعه او غېر ذمه واره تبصره سختۍ سره رد كولو سره وئيلي دي مقبوضه جموں و کشمیر د هند تش د نامې ”شاه رګ” او ”داخلي معامله” ګرځولو په اړه د هندي خارجه وزارت ادعا يوه مزاحيه قيصۍ ده كوم?? چې د قانوني حقائقو او د ملګرو ملتنو د سلامتي كونسل ق??را??ادونو په ضد ده۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل چې د جموں وكشمير حوالې سره د هند د ځانه جوړې كړې شوې ادعاګانې هېڅ حېثيت نه لري۔ پاكسان د چين پاکستان اکنامک کورېډور په ضد په بدنيتۍ اډانه د هند پرو??ېګ??ډه هم رد كړه كوم?? چې د نړيوالې ورورولۍ بې لارې كولو يوه هڅه ده۔ وياندې ووئيل تاريخي قانوني يا اخلاقي لحاظ سره هند كوم كوټلې دريځ نه لري۔ دې ووئيل د هندوستان لخوا ددروغو ادعاګانې نه خو حقائق بدلولے شي او نه هند د كشميري اولس د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو او رياستي ترهګرۍ څخه د نړۍ پام بل پلو كولے شي۔ وياندې ووئيل د دروغو او بې لارې ??وؤ??كو ادعاګانو په ځائې هند دې خپلې نړيوالې ذمه وارۍ عملي كړي۔ وياند ووئيل هندوستان دې په مقبوضه كشمير خپل غېر قانوني او جبري قب??ه ختمه كړي او د ملګرو ملتونو د قراردادونو لمخې دې كشميريانو ته د ټاكنو د لارې د خپلواكۍ حق وركړي