اسلام آباد 13 اګست (اے پي پ??) د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان وئيلي دي د پاكستان په 130 ضلعو كښې د 34 مليونه نه زياتو ماشومانو ته د پوليو څخ?? د بچ كېدو څاڅكي وركولې شي، په خېبر پښتونخوا كښې د پوليو د مخ ني??ي كمپائن پېل شوے، په پنجاب او سندھ كښې به د اګست په 15مه نېټه او په بلوچستان ا?? آزاد كشمير كښې به د اګست په 17مه نېټه د پوليو د مخ ني??ي كمپائن پېل كېږي، د 6 نه تر 59 مياشتو ماشومانو ته به د وټامن اے خوراك هم وركولې شي چې دغسې د ماشومانو قوت مدافعت زيات كړے شي، دا كمپائن د جولائي پ?? مياشت كښې د كامياب شوي كمپائن نه پس چلولے شي. د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان ووئيل محفوظې طريقې سره د پوليو څخ?? د بچ كېدو كمپائن پېل كولے شي. ??ه ووئيل هيله ده چې والدين به په دې كمپائن كښې خپلو بچو ته د پوليو څخ?? د بچ كېدو څاڅكي وركړي او د هېواد څخ?? د پوليو په خاتمه كښې به خپل كردار ترسره كړي