اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د نجكارې وفاقي وزير محمد ميا سومرو په مشرې كښې د شورو په ورځ د نجكارې كميسون غونډه وشوه. وفاقي وزير په اېكټو لسټ كښې د شاملو ادارو د نجكارې په ا??ه مهمه غونډه رابللې ده . د نجكارې كميسون لخوا جاري بيان له مخې په غونډه كښې د پاور پلانټس، فرسټ وېمن بېنك لمېټډ?? جناح كنونشن سنټر، سروسز انټرنېشنل هوټل?? پاكستان سټېل ملز ??و د نورو د نجكارې په ا??ه د پرمختګ جاج اخستلے شوے. غونډې ته ووئيل شول د حويلو بهادر شاه ??و د بلوكي د نجكارې په ا??ه د پروژې ډاكيومنټ د ترسره كېدو پړاٶ ته داخل شوي خو په ا??ست كښې د ټرېول اېډوائزري له مخې د هوائي سفر د اجازې ممكنه پرېكړې نه پس به د پاور پلانټس نجكاري ترسره شي. وفاقي وزير هدايت وكړو چې په ترجيحي لسټ كښې د شاملو ادارو د نجكارې عمل بايد روان وي. د نجكارې په ا??ه ټولې قانوني او انتظامي چارې دې زر ترسره كړے شي. ميا محمد سومرو ووئيل د پاور پلانټس او نورو ادارو په ا??ه د نجكارې بورډ د غړو تجويزونه دې زر تر زره وغوښتلے شي. په دې موقع وفاقي وزير ته ووئيل شول د اېس اېم اي بېنك، فرسټ وېمن بېنك?? جناح كنونشن سنټر ??و د لاهور د سروسز انټرنېشنل هوټل د ټرانزېكشن سټركچر د جولائي په پېل كښې منظوري امكان لري