اسلام آباد 15 مئی (اے پی پی) خارجه و??ير مخدوم شاه محمود قریشی د وزیر اعظم عمران خان مجوزه ګلوبل ډیټ ریلیف خدوخال څخه د جاپان خارجه و??ير خبرولو سره هيله څرګنده كړه چې جاپان به د جی ۔ 7 او جی ۔ 20 مهم غړي په توګه د ګلوبل ډیټ ریلیف تجویز مخ په وړاندې بوتللو له مهم كردار ترسره كړي۔ ده د جمعې په ورځ د جاپان خارجه و??ير توشی مِټسو موټیجی سره تيلي فوني تماس نيولے ؤ ۔ دواړه خارجه وزيران د دوه اړخيزه اړيكو ودې او د كورونا وائرس وبا صورتحال پشمول په مهمو چارو مشاورت روان ساتلو ته صلاح شول۔ د خبرو په مهال د کورونا وائرس وبا په چیلنج او اثراتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خارجه دفتر وياندې د کورونا وائرس خپريدو مخ نيوي لپاره د جاپان حکومت د اړخه شوي په وخت او كوټلې اقدامات وستائل۔ خارجه و??ير د كورونا وائرس وبا له امله جاپان كښې په شوي ځاني زيان د افسوس څركندونه وكړه او د خارجه و??ير سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ شاه محمود قریشی ووئيل موجوه وبائی چیلنج د دې پيړۍ انسانیت ته په پيښو چیلنجونو كښې يو دے كوم چې ټوله نړۍ نېولې ۔ خارجه و??ير د کورونا وائرس وبا او د قحطې ملخانو په ضد د پاکستان په معاونت د جاپان حکومت مننه وكړه ده ووئيل پاکستان خپلو محدودو وسائلو سره يو پلو د کورونا وبا خپريدو مخ نيوي او بل پلو اولس د لوږي څخه بچ كولو لپاره ټول وسائل كاروي۔ خارجه و??ير د کورونا وباء معاشی اثراتو مخ نيوي او په سخت وخت كښې پرمختګ كوونكو هيوادونو لپاره معاشی معاونت لپاره د وزیر اعظم عمران خان مجوزه (ګلوبل ډیټ ریلیف) خدوخال څخه د جاپان خارجه و??ير خبر كړو۔ ده ووئيل هيله لرو چې جاپان به د جی ۔ 7 او جی ۔ 20 مهم غړي په توګه د ګلوبل ډیټ ریلیف تجویز مخ په وړاندې بوتللو له خپل كردار ترسره كړي۔ خارجه و??ير د جاپان خپل همڅنګ د مقبوضه جمو او کشمیر تشویشناك صورتحال څخه خبرولو كښې ووئيل يو پلو نړۍ د كورونا مخ نيوي له هلې ځلې كوي نو بل پلو هند په مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو سلسله روانه ساتلې ۔ موجوده وبائی صورتحال كښې حاجت د دې خبرې دے چې نړيواله ور??رولي مقبوضه جمو او کشمیر كښې د تيرو 9 مياشتو راهسې کرفیو ختمولو له په هند فشار واچوي دغسې چې 80 لکهه څخه زيات بې ګناه کشمیریانو له د خوراك څښاك سامان او داروګان ورسولې شي۔ خارجه و??ير د هند سرکار د اړخه مسلمانان د كورونا وبا ذمه وار ګرځولو او هند كښې زياته شوې اسلاموفوبیا پيښو په اړه د د جاپان خارجه و??ير د پاکستان د تشویش څخه خبر كړو۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاك جاپان اړېكو ته وده ور??ولو او د سفارتی اړيكو 70مه سالګره په بشپړه ډول لمانځلو او د کورونا وبا صورتحال پشمول په مهمو چارو مشاورت روان ساتلو ته اتفاق وكړو