اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي د ميډيكل پوهنتونونو په وائس چانسلرانو زور رواړلو سره وئيلي دي د تحقيق دائره دې پراخه او په خاص توګه د كرونا وائرس وباء پحقله تحقيق ته دې پام وګرځولې شي، ميډيکل پوهنتونونه دې په تحقيق كښې د نړيوال معيار خيال اوساتي دغسې چې د صحت په اړه د چېلنجونو مقابله وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر ډاكټر عارف علوي د کووېډ- 19 پحقله د ميډيكل پوهنتونونو د و??ئس چانسلرانو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ ده ووئيل پوهنتونونو له معيار ته پاملرنه كول او ښه معياري زده كوٶنكو پېدا كولو ته اړتيا ده۔ وائس چانسلرانو صدر د كرونا وباء په تناظر كښې طب سره د اړوندو ادارو لخوا د صحت عامه پحقله د شوو اقداماتو نه خبر كړو۔ دوي په دې لر كښې د ميډيكل پوهنتونونو لخوا د شوو اقداماتو پشمول د ډاكټرانو او طبي عملې تربيې لپاره د كورسونو تابيا كولو، آئسوليشن وارډز جوړولو او استاذانو او طبي عملې لپاره د تكنيكل او اپرېشنل لارښونې اصول وضعه كولو پحقله ګډون كوٶنكي خبر كړل۔ وائس چانسلرز ووئيل پوهنتونونو تعليم او د نورو اكېډمك هلو ځلو آن لائن جاري ساتلو لپاره آئي ټي انفراسټركچر جوړ كړے ۔ صدر د كرونا وائرس وباء په صورتحال كښې د طب څانګ?? سره د تړون لرونكو پوهانو او ميډيكل پوهنتونونو د كردار ستائنه وكړه۔ په غونډه كښې د شهيد ذوالفقار علي بھټو ميډيکل پوهنتون اسلام آباد و??ئس چانسلر پروفېسر تنوير خالق، د نېشنل ??ون??ورسټي آف ميډيکل سائنسز وائس چانسلر لېفټيننټ جن??ل (ر) سيد عمران مجيد، وائس چانسلر هيلتھ سروسز اکيډمي اسلام آباد ډاکټر اسد حفيظ، د رفاه انټرنېشنل ??ون??ورسټۍ اسلام آباد و??ئس چانسلر ډاکټر انيس احمد او ډين ليفټيننټ جن??ل (ر) اظهر راشد ګډون كولو