اسلام آباد ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي د هېواد په كچه تر دې دمه 3 زره 464 كسان كورونا وائرس ځپلې دي۔ د تېرو 24 س??عت??نو په مهال 577 نوې كېسونه رامخې ته شوي دي۔ دا مهال په نړيواله كچه 13 نيم لكه كسان ځپلې شوي دي۔ په دوئي كښې 2 لكه 75 زره رنځوران روغ شويدي ولې 75 زره مړه شوي دي۔ ددې خيالاتو څرګن??ون?? ده د نهې په ورځ خبري كنفرنس كښې وكړه۔ په دې مهال وفاقي وزير اسد عمر هم ده سره وو۔ ډاكټر ظفر مرزا ووئيل هېواد كښې دا مهال 18 لېبارټرۍ داسې دي كومې چې ??ور??نا وائرس له پی سی آر ټېسټ كولې شي۔ ده ووئيل تر دې دمه هېواد كښې د كورونا وائرس دلاسه 54 كسان مړه شوي دي او د روغ شويو شمېره 429 ته رسېدلې ده۔ ده ووئيل دكورونا وائرس ځپلي 28 رنځوران دا مهال آئي سي يو كښې دي۔ پاكستان كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شرح 1.4 فيصده ده۔ ده ووئيل سباؤن كښې به د كورونا كټس په ملينونو كښې موجود وي۔ دلېبارټرو ??مېره به 32 او بيا 40 ته رسوؤ۔ ده ووئيل دا مهال هېواد كښې 18 لېبارټرۍ دي كومې چې د كورونا وائرس پي سي آر ټېسټ كولې شي