اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) د کرونا وائرس د زيات شوې خطر له مخې خارجه وزارت د بېلا بېلو س??دونو تصديق لپاره قونصلر سروس ته په راتللو تر 3م اپرېل بندېز لګولې۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په قونصلر سروسز دا بندېز به ?? 18م مارچ نه تر 3م اپرېل په ځائ ساتلې شي او د دې نه پس به ?? صورتحال بيا جاج اخستو سره د سباٶن په اړه اعلان كولې شي٬ په دې موقع به يوازې “پاورآف اټارني”(مختار نامه) تصديق كوٶنكو ته د راتګ اجازه وي٬ د اولس د ستونزو له مخئ د بېلا بېلو س??دونو د تصديق او توثيق عمل به ?? پاکستان پوسټ، جيريز، ليپرډ او ټي سي اېس کورئير کمپنو د لارې ترسره كولې شي٬ اوس د دې تګلارې له مخې خپل سندونه خارجه وزارت ته رالېږلې شې۔ خارجه وزارت د کرونا وائرس په اړه په پېدا شوې صورتحال كښې يو خاص کوآرډينېشن سېل هم جوړ كړې كوم چې به ?? خاص سېكتر (اېډمنسټرېشن) په نګرانۍ كښې كار كوي او دا س??ل به پاكستان كښې سفارت خانو او بهر هېوادونو كښې د پاكستان مشنز سره په تماس كښې وي