پېښور 14 مارچ (اے پی پی) د دفاع وفاقی وزیر پرویز خان خټك وئيلي دي چې د وزیراعظم عمران خان په سپارښتنه هېواد كښې هیلتھ ایمرجنسی نافذ کړې شوي، کرونا وائرس مخنيوي له دې اولس احتیاطی تدابیر اختیار کړي دغسې چې د دې وباء څخه بچ شي،حکومت په بشړه ډول متحرك دې دغسې چې دا وباﺀ په هېواد كښې خپ??ه نه شي، وزيراعظم ټولو انتظاماتو جاج اخلي، د قامی سلامتیا په غونډه كښې مهمې پريكړې شوي، پاکستان كښې دا وبا تر اوسه په قابو كښې ده بيا هم د وفاق پشمول ټولو صوبو له به خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي، دا كار يواځې د حکومت او ا??حا??ی ګوندونو نه دې اپوزیشن هم د دې يو شان ذمه وار دې، وزیر اعظم عمران خان د اولس محروميو لري كولو ته پام لرنه كوي، د جاپان حکومت په مر??ته جیکا پروګرام او ایشین ډیولپمنټ بانك په مر??ته څلور اربه روپۍ د سړکونو په جوړولو خرڅ كېږي كوم به چې تر جون بشپړ شي۔ده په نوښار كښې شهید آباد ته سوئی ګاز وركولو پروژې پرانستې دستورې ته خطاب او پخوانې تحصیل کونسلر ریاض علی خان وراره په مړينه او پخواني ویلج نا??م سید علی خان د مور په مړينه لاس نيوې نه پس ميډيا سره خبرې كولې۔ په دې مهال صوبائی وزیر لیاقت خان خټك ،قامی اسمبلۍ كښې د توان او قدرتي وسائلو مجلس قائمه چیرمېن ډاکټر عمران خټك پخوانې ضلعی کونسلر اسحاق خټك ،پخوانې تحصیل نا??م احد خټك او پخوانې ضلعی کونسلر حاضٰ نوشیر او پخوانې ویلج نا??م حاجی اعجاز هم خطاب وكړو۔ پرویز خټك ووئيل خېبر پښتونخوا ،پنجاب او بلوچستان حکومت د کروناوائرس مخنيوي له ښه اقدامات کړې بايد سندھ هم صوبه كښې د دې وائرس خپ??يدو مخنيوي لپاره په بيړني بنیادونو اقدامات وكړي۔ ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې پاکستان او اسلامي نړۍ د دې وائرس څخه محفوظ وساتي۔