اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ملټي نېشنل ټيلي کميونيکېشن سروسز کمپنۍ “وي آن” (VEON) چيف آپرېشنز آفيسر سرګۍ هېريرو د شورو په ورځ ليدلي دي ٬ جاز پاكستان د وي آن ذيلي كمپني ده۔ په دې موقع د جاز پاکستان چيف اېګزېكټو آفسر عامر ابراهيم ٬ چيف کارپورېټ اېنډ رېګوليټري افيئرز سيد فخر احمد او د ډيجيټل فنانشل سروسز مشر الياس يزبېك هم ده سره ملګرتيا كوله۔ په دې موقع د سرمايه كارۍ بورډ چيِئرمېن سيد زبېر حېدر ګېلاني، د پي ټي اے چيئرمېن ميجر جنرل (ر) عامر عظيم باجوه او د وزيراعظم ډيجيټل پاکستان لپ??ره فوكل پرسن تانيه ادروس هم په دې موقع موجود وه۔ وزيراعظم عمران خان د وي آن پاکستان د اوږدې مودې تړون ستائنه وكړه٬ كمپنۍ په پاكستان كښې د 9 اربه ډالرو سرمايه كاري كړې او د 6 كروړه مصرف كوٶنكو خدمت كوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاکستان د مواصلات او توان په اړه د سرمايه كارۍ پراخه موقع?? لري ٬ حكومت ك??رو??ار آسانولو ته خپل پام ګرځولې او زمونږ د آزاد سرمايه كارۍ د پاليسۍ نړيوالې مالياتي ادارې ستائنه كوي۔ وزيراعظم ووئيل اوسني حكومت د ”ډيجيټل پاکستان” منصوبه پېل كړې چې مقصد ئې ځوانانو ته يو پلېټ فارم وركول دي دغسې چې ھغوي په آزادۍ كار كولو سره د هېواد په اقتصادي پرمختګ كښې خپل كردار په ښه ډول ولوبولې شي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د ډيجيټل پاليسۍ له مخې پاکستان كښې د آئي ??ي ټي انډسټرۍ حجم په راتلوونكو څو كالو كښې 20 اربه ډالرو ته رسول غواړي۔ ده ووئيل د دې پاليسۍ له مخې د آئي ټي په اړه ځوانانو ته ډيجيټل خدمات كښې جدت راوستو او په دې لړ كښې د كردار لوبولو لپ??ره انفراسټركچر او اد??ره جاتي فرېم ورك سره ډيجيټل ايكو سسټم وركولې شي۔ د كمپنۍ چيف آپريشنز آفيسر سرګي هېريرو وزيراعظم او د ھغه د حكومت ټيلي کام کمپنو ته كار كولو لپ??ره مسابقتي او په سپېځلي ماحول وركولو مننه وكړه۔ ده ووئيل جاز پاكستان ”انټرنېټ ټولو لپاره” كمپائن پېل كړې چې له مخې ئې سوشل ميډيا، جاز کېش او د وزيراعظم سټيزن پورټل لپ??ره د استطاعت جوګه موبائل فون او انټرنېټ ته رسنه وركولې شي۔ ده ووئيل د دې سروس وركولو لپ??ره وګړي د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې اقتصادي هلو ځلو جوګه كولو او ګورننس ښه كولو له به هم مرسته ترلاسه شي۔ سرګي هېريرو د حکومت لخوا د جعلي خبرونو مخنيوي لپ??ره د شوو اقداماتو ستائنه كولو سره ووئيل د جعلي خبرونو د لارې غېر يقيتي صورتحال او يره پېدا كول سرمايه كارۍ لپ??ره د تباهې وړ كار دے