پېنډۍ 05 دسمبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنر??ل قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي چې پاك پوځ د هېواد دفاع لپاره هر وخت تيار دے ٬ د هر چېلنج د مخنيوي بشپړه صلاحيت لري۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر دا خبرې د سټرائيك کور د مشترکه مشقونو دورې په موقع وكړې۔ په دې موقع سرلښكر د روانو مشقونو معائنه هم وكړه۔ په مشقونو كښې د پاكستان د فضائي جنګي الوتكو او د سعودي رائل لېنډ فو??سز دلو برخه واخسته۔ سرلښكر د پاكستان اېئر فو??س پشمول مشقونو كښې د ګډون كوٶنكو ٬ د تربيې د معيار او د سعودي رائل لېنډ فو??سز د دستې د شموليت ستائنه وكړه ۔ سرلښكر ووئيل دا ډول مشقونه د حربي صلاحيتونو د رامخې ته كولو ښه طريقه ده۔ ده ګډون كوٶنكو ته ووئيل چې د پاك پوځ سټرائيك کور د جنګ په مهال پرېكنده كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د پاك پوځ د ??سك?? نه تر جنرال ټول اعلیٰ تربيه لرونكي دي او د هېواد سلامتيا لپاره د هر چېلنج مقابلې لپاره هر وخت تيار دي۔ سينئر کور کمانډر، انسپکټر جنرل ټرينن?? اينډ ايويليوايشن، کمانډر ډيفنس کمانډ، د پاکستان ايئر فو??س سينئرچارواكي او د سعودي عرب د رائل لېنډ فو??سز دوهم كمانډر مېجر