اسل??م آباد 24 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير برېګېډيئر(ر)اعجاز شاه وئېلي دي په پاك افغان پوله د خار دار تار لګولو كار بشپړ ش??ې٬??ه بلوچستان كښې 20 فيصده كار پاتې دے٬د خار دار تار لګولو سره به قاچاق ختم شي٬په اسل??م آباد كښې كنټينرې د اختياط په توګه لګولې شوي٬د سي ډي اے د ډهانچې بدلولو پريكړه شوې٬د پوهانو بورډ به جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه كښې وكړه۔د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن راجه خرم شهزاد په مش??ۍ كښې پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې په شريك قان??ني معاونت بل 2019 غور اوشو۔د كورنيو چارو سپېشل سېكتر وحيد الدين كمېټۍ ته ووئيل كه د بهر هېوادونو څخه قان??ني مرسته اوغواړو نو مسئلو سره مخ كېدې شو٬نور هېوادونه وائي چې ستاسو د قان??ني معاونت كومه اتهارټي نشته٬مونږ د داخله سېكتر په مش??ۍ كښې په نوې بل كښې د شريك قان??ني معاونت مسئلې حل كولو لپاره د اتهارټي جوړولو تجوي?? وركړې۔ سپېشل سېكتر ووئيل د دې قانون په حقله د اېف اے ټي اېف ته هم اړټيا ده۔په غونډه كښې د قان??ني مشاورت په بل غور د كمېټۍ تر راروانې غونډې وځنډولې شو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل اسل??م آباد او لاهور كښې ځينې سېكټرې دوه ځل خرڅې شوي٬د سي ډي اے ماسټر پلان د 60 په لسيزه كښې جوړ شوې او تر نن پورې دغه ماسټر پلان نه دې بدل شوې۔ده ووئيل حكومت د سي ډي اے د ډهانچې بدلولو پريكړه كړې٬پوهان به په بورډ كښې شاملولې شي چې له مخې به يې سي ډي اے كار كوي۔داخله وزير كمېټۍ ته ووئيل مولانا فضل الرحمان سره پخوانې تعلق لرم او زه د هغه احترام كوم٬ده ووئيل په اسل??م آباد كښې د خندقونو كېښستلو حاجت نشته خو كنټينرې د احتياط په توګه راوړلې شوې دي