نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كركې خپرونكو وېناګانو او د اسلام فوبيا په ضد په كوټلې اقداماتو زور رواړولو سره وئيلې دي د دې ډول پېښو مخنيوي لپاره به د اسبابو حل لټول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پاكستان او تركيې په مشرۍ كښې د كركې خپرونكې بيانيې مخنيوي په اړه كفنرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د وزيراعظم دفتر ميديا ونګ لخوا د جاري شوي بيان ??ه مخې وزيراعظم ووئيل امتيازي سلوك، مذهب او په عقيدت آډانه د تشدد پېښې زياتېږي٬ مذهب ترهګرۍ سره هېڅ تعلق نه لري۔ ??ه ووئيل نړۍ له د اسلام په اړه د مسلمانانو د حساسيت او د حضرت محمدۖ په تعليماتو پوهه پكار ده٬ د هرې يوې طبقې محرومي شدت خوښي پېدا كوي۔ ??ه ووئيل د ګردې نړۍ د كميونټيز ترمېنځه عظيم تفاهم او زغم ته ودې وركول?? ته اړتيا ده ۔ وزيراعظم عمران خان ??وئيل د نائن الېون نه پس ترهګرۍ مسلمانانو سره تړلې شوې٬ د بده مرغه د لويديزو هېوادونو مشران ترهګري اسلام سره تړلې دغسې انتها خوښي او ځانمرګي بريدونه هم اسلام سره وتړلې شول۔ ??ه ووئيل د نائن الېون نه وړاندې 75 فيصده ځانمرګي بريدونه تامل ټائيګر كول څوك چې هندوان ??ٶ٬ چا هم د هندوانو مذهب ترهګرۍ سره نه دې تړلې۔ ??ه ووئيل وړاندې د جاپان عسكرو هم په دوېم جنګ عظيم كښې ځانمرګي بردونه كړي ۔ وزيراعظم ووئيل مسلمان ??ه يو اسلام باور لري د كوم تعليمات چې حضورۖ وركړې ۔ ??ه ووئيل د نيوزي لېنډ په جومات كښې مسلمانان ??تل كړې شول خو د ھغې مذهب سره تعلق جوړ نه كړې شو ۔ ??ه ووئيل هند كښې نسل پسند، انتهاء پسند په اقتدار كښې راغلي۔ ??ه ووئيل د لويديز اولس دا علم نه لري چې مسلمانان ??يغمبر اسلام حضرت محمدۖ سره څومره عقيدت لري۔ ??ه ووئيل د مسلمانانو قيادت په لويديزه ټولنه نه ده واضحه كړې چې د حضورۖ سپكاوې مونږ ته څومره دړد رسوي٬ د رسول پاكۖ په شان ??ښې ګستاخۍ سره د هر مسلمان زړه ژوبل كېږي۔ ??ه ووئيل لويديز كښې په هولوكاسټ خبره نه كېږي ځكه چې دې سره د يهوديانو زړه آزارېږي٬ زمونږ د پيغمبرۖ په شان كښې ګستاخۍ سره د مسلمانانو زړون?? ته سخت دړد رسيږي ۔ په دې موقع د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د رائيو د اظهار په آزادۍ او په مذهبي آزادۍ كښې د موجوده حقونو ترمېنځه په توازن زور رواړو۔ ??ه ووئيل ګرده نړۍ كښې مسلمانان د كركې خپرونكو وېناګانو څخه زيات ځپلې شوي، نفرت انګيز تقريرونه د انسانيت په ضد د سختو جرائمو له امله جوړېږي۔ ??ه ووئيل هند كښې په مسلمانانو د غوښې په خوراك سرعام تشدد كېږي۔ ??ه ووئيل مقبوضه كشمير هند په لوي زندان بدل كړې٬ مونږ په مقبوضه كشمير كښې د قتل عام اندېښنه لرو۔ په دې موقع پاكستان ??ښې د زلزله ځپليو سيمو كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه هم اوشوه۔