اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) اولس ??شر ډاكټر عارف علوي د پارلمان دواړو ايوانونو شريكې غونډې ته نن د جمعې په ورځ ماښام 5 بجې خطاب كوي۔ په دې لړ ??ښې د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ ټولو انتظاماتو ته حتمي شكل وركولو سره ټولو مېلمنو ته بلنې است??لې دي۔ د قومی اسمبلۍ سېكرټرېټ وياند ترمخه د پارلمان دواړو ايوانونو ته به اولس ??شر خطاب د جمعې په ورځ ماښام 5 بجې كوي چې ورسره به د موجوده قومي اسمبلۍ دوهم پارلماني كال پېل شي۔ د قومی اسمبلۍ سېکرټرېټ د آئيني ادارو مشرانو ، د درې واړو وسله والو ځواكونو او سفارتكارو په شمول مهمو شخصياتو ته بلنې است??لې شوې دي۔ د امنيتي انتظاماتو په لړ ??ښې ټولو پارلماني غړو او وفاقي وزيرانو ته هدايت شوې دې چې ځان سره مېلمانه نه راولي او نه به د كوم پارلماني غړي يا وفاقي وزير ګارډز ته د پارلېمنټ حد ته د ننوتلو اجازه وي۔ د ټولو پارلماني غړو او د مېلمنو د ګاډو به سخت چېكنګ ك??لې شي۔ پارلمان كښې ټولو مېلمنو ٬ پارلماني غړو او په ډيوټۍ موجوده عملې لپاره خاص پاركنګ جوړ كړې شوې دې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د آئيني آرټيكل 54 ترمخه د هر يو پارلماني كال پېل د اولس ??شر شريكې غونډې ته خطاب څخه كېږي، اولس ??شر د سېنېټ او قومي اسمبلۍ ټول پارلماني كال لپاره د خپل خطاب د لارې لارښودنه كوي