اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښ?? د قامي سلامتيا كمېتۍ غونډه د شورو په ورځ په وزيراعظم آفس كښ?? وشوه۔په غونډه كښ?? د دفاع وزير پروېز خټك٬د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه٬د قانون وزير محمد فروغ نسيم٬د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير علي امين ګنډا پور٬ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن زبير محمود حيات٬د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نيول چيف اېډمرل ظفر محمود عباسي٬چيف آف ايئر سټاف چيف مارشل مجاهد انور خان٬آټارني جنرل انور منصور خان٬د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی حافظ حفيظ الرحمان٬ډي جي آئي اېس آئي لېفټيننټ جنرل سيد عاصم منير احمد شاه٬ډي جي آئي اېس پي آر ميجر جنرل آصف غفور٬ډي جي اېم او ميجر جنرل نعمان ذكريا او وفاقي خارجه چارو٬داخله٬قانون٬كشمير او نېشنل سېكورټ?? ډويژن سېكترانو ګډون كولو۔په غونډه كښ?? په منطقه كښ?? د شويو اوسنو بدلونونو په تناظر كښ?? په جيوسټرټېجك انوائرمنټ د خ??الاتو څرګندونه وشوه۔په غونډه كښ?? د دې عزم پخلې وشو چې پاكستان به د سيمه ايز امن او استحكام لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔په غونډه كښ?? د هېواد اقتصادي مسئلو اوږدې مودې او كوټلې حل لپاره په روانو هڅو بحث كولو سره د دې هڅو بشپړه د ملاتړ پخلې وكړې شو۔كمېټۍ په غونډه كښ?? د ګلګت بلتستان په اصلاحات هم د خ??الاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د ګلګت بلتستان اولس په خاص توګه ځوانانو ته د پريكړو كولو په عمل ته دې پام لرنه وكړې شي