اسلام آباد 03 مئي(اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير علي زيدي سره د متحده عر?? امارات كمپنۍ ډي پي ورلډ (سي اي او)ليدلي دي ۔پلاوي كښې ?? سي اي او ډي پي ورلډ او د يو اے اي منيجنګ ډائرېكټر محمد المعلم او نائب صدر عمر المهاري شامل وو۔د متحده عر?? امارات سفير حماد الضابي او انويسټمنټ بورډ چيئرمېن هارون شريف هم د ملاقات په مهال موجود وو۔ په خبرو كښې د سمندري چارو وفاقي وزير علي زيدي ووئيل زمونږ قيادت بې داغه او هېواد سره مخلص دے نو نړۍ په پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره چمتو ده۔د ډي پي ورلډ مشر او نورو غړو په دې موقع ووئيل په پاكستان كښې ميري ټائم په څانګه كښې د سرمايه كارۍ دا ښه وخت دے٬پاكستاني بندرځايونه ختيزې او لوېديزې تجارتي لارې يو بل سره تړي او پاكستان ميري ټائم څانګې پرمختګ لپاره كوټلي او د ستائنې وړ اقدامات كوي