اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئيلي دي د حکومت لخوا رېګولېټري ډيوټۍ كښې د زياتوالي پشمول نورو اقداماتو څخه درامداتو كښې كمې راغلې٬ تر جون مياشت د 6 بېليونه ډالرو كمې متوقع دے٬ چين په 313 څيزونو او مصنوعاتو د ډيوټي فري رسنې لپاره راضي شوې او د آس??ان هېوادونو ته وركړې كېدونكې آسانۍ هم پاكستان ته په ??ركولو صلاح راغلې٬ ده ووئېل دا منو چې چين سره د خپلواكه تجارتي لوظنامې وړومبې پړاٶ مونږ لپاره ګټور نه ٶ۔ د شورو په ??رځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په ??هال د طاهره اورنګزېب د پوښتنې په ځواب عبدال رزاق داؤد ووئيل تهائي لېنډ مونږ لپاره يو مهم هېواد دے او هغوي سره آزاده تجارتي لوظنامې لپاره خبرې پېل شوې ٬ ده ووئېل تر دې دمه د خبرو اترو 9 پراونه تر سره شوې ۔ سید حسنېن طارق د پوښتنې په ځوا?? ده ووئيل چين سره د خپلواكه تجارتي لوظنامې وړومبې پړاٶ مونږ لپاره سم نه دے٬ آس??ان له چې كومې آسانۍ وركړې شوې هغه پاكستان له وركولو ته چين راضي شوې٬۔ جنېد اکبر د پوښتنې په ځوا?? ده ووئيل د جولائي وړومبئ نيټې څخه تر اوسه په درآمدات كښې 3.5 بليونه ډالره كمې راغلې ٬ د حکومت لخوا رېګولېټري ډيوټۍ كښې د اضافې پشمول نورو اقداماتو شوې او تر جون مياشت د 6 بېليونه ډالرو كمې امكان دے