اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان نړۍ كښې د اوبه خور تر ټولو لوئې نظام لرونكې هېواد دے ولې د فعاله پالېسيو او انتظام نشتوالي لامله د اوبو كمي سره مخ دے۔ ده دا خبره د آبي وسائلو سېكتر عرفان علي او د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن لخوا د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د وركړې كېدونكي بريفنګ په مهال وكړه۔ اولس مشر ووئيل اباسين په تاريخي توګه د سندھ د تهذيب مهمه ستن پاتې شوې ولې نن د پاكستان آبي معيشت د اوچېدو خطر سره مخ دے ول?? چې سړي سر مېشته اوبه كوم?? چې كال 1951ء كښې 5260 مکعب میټره وې كال 2016ء تر ي1000 مكعب ميټر ته راغلې۔ ده ووئيل په كال 2025ء كښې د دې تر 860 مکعب میټره كمېدو امكان دے۔ ده ووئيل پاكستان د ماحوليات بدلون څخه متاثر?? كېدونكې د نړۍ په 10 اولنيو هېوادونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل پخوا د اوبو وسائلو څانګې منصوبو ته په سياسي كچه كم پام ګرځولې شو?? چې لامله ئې پي اېس ډي پي 13 فيصده څخه مالي كال 2017-18ء كښې 3.7 فیصده پاتې شوې۔ اولس مشر په دې خبره زور راورو چې قامي آبي پالېسۍ كښې د اوبو كارولو او د ترجيحاتو تعين ، د آبي وسائ??و پرمختګ ٬ د موسمیاتی بدلون اثر ، د پولې دواړو اړخونو ته د اوبو شيئرنګ په ډول چارو ته خاص پام لرنې او په وخت عملدرآمد ته اړتيا ده ٬ دغس?? چې په ټولنه ئې ګټور اغېز اوشي۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې په قامي آبي پالېسۍ كښې په وضعه كړې شوو ستراتيجيكي ترجيحاتو په بشپړه ډول او فعاله توګه عملدرآمد دې وكړې شي دغس?? چې ګرد هېواد كښې د آبي وسائلو انتظام باوري كړې شي۔ ده ووئيل په راتلونكو 12 كلونو كښې د ټاكلې شوو آبي هدفونو ترلاسه كو??و په صورت د اوبو پياوړې نظام ترلاس?? كېدې شي