ملتان ۔16مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي كه هند په خيرنه سترګه وكتل نو پاكستان ئې د سترګې ويستلو صلاحيت هم لري۔ نريندر مودي دې واوري چې دا زوړ نه نوې پاكستان دې۔ مونږ نوې جوش او جذبه لرو او دا پاكستان د پخوا په مقابله كښې زيات مضبوط دې۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده ملتان آرټس كونسل كښې د آل پاکستان کلرکس اېسوسی اېشن (اېپکا) د سوګند پورته كولو دستورې ته خطاب كښې وكړه?? ده ووئيل اولس خبرول زما ذمه واري ده?? ده ووئيل خارجه وزارت ما لپاره نوې نه دې دې نه وړاندې لاهور كښې د درې كسانو وژنې په پېښه ما دې وزارت څخ?? استعفی وركړې وه۔ لوئي ??ښتن ماته دا ذمه واري يو وارې بيا راكړې ده۔ دعا وكړۍ چې پاك پروردګار مې كامياب كړي?? ده ووئيل د پاكستان په ضد سازشونه روان دي او سوب ئې دا دې چې دلته هغه حكمران راغلې دې كوم چې سر ټيټ نه سر پورته كولو سره پرېكړې كوي۔ او كله چې قومونه سر پورته نيولو سره د تلو پرېكړه كوي نو بيا ئې قيمت هم ادا كوي۔ خارجه وزير ووئي?? مونږ چې كله د هند په سترګو كښې سترګې اچولو سره هند سره خبرو كوؤ نو هغه به مونږ كمزورې كول غواړي۔ هغه به پاكستان د اېف اے ټي اېف د ګرے لسټ څخ?? د تور لسټ پلو ټېله كولو هڅه كوي۔ هغه به د پاكستان معيشت كمزورې كوي?? ده ووئيل دا مهال وسله وال ځواكونه هائي الرټ دي۔ مودی د خپل?? ګټې باوري كولو له په مونږ كوم وار كولې شي۔ مونږ له به يو كېدو سره دښمن له ځواب وركول وي?? ده ووئيل ما د سندھ چھاچھړو سيمې څخ?? دا بيان وركړې وو چې كه هند مونږ ته د امن لاس وړاندې كړو نو مضبوط به ئې نيسو او كه سوك ئې راته وښودلو نو لس به ئې مات كړو۔نن دې ځائې څخ?? هم دغه پېغام وركوم?? ده ووئيل دا ځل به د مارچ 23 مه نېټه د پاكستان ورځې په توګه زيات جوش او جذبې سره لمانځلې شي?? ده ووئي?? مونږ هغه شهيدانو ته سلام وړاندې كوو كومو چې د هېواد حفاظت له د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده پائيلوټ حسن صديقي او ونګ كمانډر نعمان علي ته چا چې د هند الوتكه رانسكوره كړې ده۔ مونږ په خپلو ځواكونو وياړ لرو?? ده ووئي?? مونږ خپلو وسله والو ځواكونو سره ولاړ يؤ۔ پاكستان دا مهال نازك وخت څخ?? تېرېږي زمونږ په ضد جارحيت روان دے۔ ددې عملي نمونه په 26 فرورۍ هغه وخت وليدلې شوه كله چې هندي الوتكو په بالاكوټ كښې بمونه وورول۔ وفاقي وزير ووئيل تېره ورځ يوه دردناكه پېښه د نيوزي لېنډ په دوه جوماتونو كښې رامخې ته شوه ?? ده ووئيل زه د هغه ټولو هېوادونو مننه كوم كومو چې دا پېښه غندلې ده۔د دستورې په مهال خارجه وزير د اېپکا مرکزی صدر بنارس خان جدون ٬ عمومي سېكتر خالد جاوېد او نورو عهدېدارنو څخ?? سوګنډ واخست۔ خارجه وزير كلركانو ته باور وركړو چې ددوئي مسئلې به حل كولې شي۔ دستوره كښې د څلورو واړو صبوو او آزاد کشمیر څخ?? د اېپکا استازو لوئې شمېره كښې ګډون وكړو