اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي برتانيه دې د پاك هند تاو تريخوالې كمولو له كردار ولوبوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د برتانيې خپل همڅنګ جېرېمي ??نټ سره په ټېلي فوني تماس كښې كړې ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د برتانيې خارجه وزير تېره ورځ د پاكستان خپل همڅنګ سره ټېلي فوني تماس نيولې ٶ۔ د ټېلي فوني خبرو په مهال منطقه ك??ې د امن او امان په خرابه وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ شاہ محمود قرېشي په دې موقع ووئي مونږ د پلوامه پېښې نه پس د هند ل??وا د دړكو باوجود دوي ته د كوټلي شواهدو راكولو او په پلټنو ك??ې د مرستې باور وركړې۔ ده ووئيل پاكستان منطقه كښې امن غواړي۔ ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم عمران خان نن هم هند ته د خبرو بلنه وركړې ۔ وفاقي وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل پاکستان صورتحال معمول ته راوستل غواړي او خبرو اترو له چمتو دے۔ ده په برتانيې زور رواړو چې برتانيه د پاكستان او هند د اړي ګړي په خاتمه كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل د هند هوائي ځواك بندي پائيلوټ سره به د جنيوا كنونشن له مخې سلوك كولې شي۔ د برتانيې خارجه وزير ووئيل منطقه كښې امن او استحكام برتانې لپاره ډېر د اهميت وړ دے٬ بايد دواړه هېوادونه شريكې مسئلې د مذاكراتو د ل??رې هوارې كړي۔ د خبرو اترو په مهال دواړو خارجه وزيرانو د مشاورت په روانه ساتلو سلا شول