ملګري ملتونه 27 جنوري (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پ??كس??ان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي تېره ورځ د ملګرو ملتونو چارواكو او سفارتكارو سره تفصيلي ملاقاتونه كړي او هغوي يې د هند الوتكو لخوا په لائن آف كنټرول د خلاف ورزيو څخه خبر كړي ٬د هند اقدام د ملګرو ملتونو چارټر او د نړيوالو قوانينو خلاف ورزيو او جارحيت څخه خبر كړل۔په ملګرو ملتونو كښې دې ووئيل د هند د حارحيت په ځواب كښې به پ??كس??ان ځواب وركوي خو په دې اړه به د وخت او د ځايې تعين مونږ پخپله كوو۔دې ووئيل د دواړو هېوادونو شريك حالات او د تاؤ تريخوالي باوجود هند د جارحيت مظاهره كړی۔د هند جارحيت ځواب وركولو په اړه د بي بي سي راډيو د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل مونږ به نه پشا كېږو۔د پ??كس??ان سفيرې ووئيل د فرورۍ 14مې نېټې پلوامه پیښې نه وروستو د پ??كس??ان وزيراعظم عمران خان د عمل وړ په شهادت د پلټنو وړاندېز كړی ؤ او د دغې نه علاوه وزيراعظم د خبرو هم بلنه وركړی وه خو هند د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي كولو سره په پ??كس??ان بريد كړی كومه چې د نړيوالو قوانينو هم خلاف ورزي ده۔دې ووئيل د هند دې اقدام څخه نړيوال امن او سلامتيا ته خطر پیښ شوې ۔پ??كس??انۍ سفيرې ووئيل پ??كس??ان تل د امن او سلامتيا خبره كړی او د مسئلو ??ات??ه د خبرو د لارې غواړي خو په دې اړه د هند رويه د خفګان وړ ده۔دې د جيش محمد كېمپ تباه كولو په اړه د هند ادعا رد كولو سره ووئېل صورتحال خرابۍ پ??و روان دے٬په دې اړه پ??كس??انۍ سفيرې په نړيواله ورورورلۍ زور راوړې چې هغوي د صورتحال لا خرابولو نه ساتلو لپاره خپل كردار تر سره كړي۔دې وئيل د خارجه وزير شاه محمود قرېشي لخوا د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته ليكلې شوي خط د هغه دفتر ته رسولې شوې ځكه چې هغه په هغه مهال په سفر وو۔دغسې د ملګروملتونو د سلامتي كونسل صدر نه علاوه تر نورو سفارتي حلقو هم رسولې شوې ۔دې ووئيل د پ??كس??ان په خواست دا خط د سېكورټي كونسل د دستاويز په توګه تقسيم كړی۔پ??كس??انۍ سفيرې د ا سلامي هېوادونو تنظيم(او آئي سي)سفارتكارو سره هم ملاقات كړی او د هند د اقدام د غندنې په اړه ئې د پ??كس??ان دريځ تر هغوي رسولې۔وائس آف امريكا سره په خبرو كښې دې ووئيل پاك هند تاؤ تريخوالي په اړه د پ??كس??ان خارجه وزير د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره ټېليفوني تماس نيسي۔مليحه لودهي ووئيل مونږ د دې خبرې انتظار كوو چې عمومي سېكتر د څه ډول مشرۍ څرګندونه كولو سره د منطقې امن او سلامتيا د ځپلې كېدو څخه بچ كوي۔مونږ نړيوالې ورورولۍ ته وئېلي دي د هند دراندازي او جارحيت له امله د منطقې امن او سلامتيا خطرو سره مخ كېدې شي۔مليحه لودهي ووئيل د هندي جارحيت او جارحانه رويې نه وروستو مونږ دې نتيجې ته رسېدلې يو چې پ??كس??ان ته د خپلې دفاع بشپړه حق ترلاسه دے٬مونږ به د خپلې مرضۍ له مخې د دې ځواب لپاره وخت او د ځاې انتخاب كوو۔د جيش محمد او نورو ډلو په اړه د پ??كس??ان سفيرې ووئيل په هغوي په پ??كس??ان كښې بندېز دے او پ??كس??ان د ترهه ګرۍ پ?? ضد جنګ كوي۔