ملتان 02 فرروي (اے پي پي﴾ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې جمهوريت٬ آئين او آتلسم بدلون ??وم خطر نه لري٬ د مخالفې ډلې ګوندونه غېر ضروري ډونډورې كوي۔ د خالي په ورځ په ملتان كښې خبريالانو سره په خبرو ك ښې ده ووئيل چې جمهوريت او آتلسم بدلون ??ېڅ خطر سره نه دي مخ شوي خو د يو شمېر سياسي شخصياتو مفاداتو ته خطر كېدے شي۔ ده ووئيل چې د صوبو اختيارت مونږ پرون ??م منل او نن ئې هم من??٬ د دوي آئيني حقوق ??ېڅ خطر نه لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مونږ هېڅ ډيل نه دې كړے٬ ډيل په مسلم ليګ او پيپلز ګوند كښې كېږي٬ پيپلز ګوند او ن ليګ تر پرون ??و بل سره لاس او ګرېوان و خو نن ئې ډيل كړې او يو ځائ شوي دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پرېكنده قوت اولس دے او اولس د تحريك انصاف په حق كښې پرېكړه كړې۔ ده ووئيل چې د نېب په اړه د شور كوونكو نه پوښتنه كول غواړم چې د دوي په ضد مقدمې چا جوړې كړې دي۔ ده ووئيل چې ن ليګ د پ??پلز ګوند او پيپلز ګوند د ن ليګ په ضد مقدمې جوړې كړې دي۔ مونږ هڅه كوو چې زمونږ پ?? دور كښې د هېواد لوټل شوے دولت بېرته راشي۔