اسلام آباد 21 جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم د سیاسی چارو خاص مرستيال نعیم الحق د مخالفې ډلې د اړخه په ميډيا خپور شوې هغه ټولې ډنډورې رد كړې په كومو كښې چې د حكمران ګوند پاكستان تحریك انصاف او اتحادی ګوند پاكستان مسلم لیګ (ق) كښې د اختلاف خبرې كېږي۔ د ګل په ورځ يو نجی ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده وو??يل دا ډول خبرې هڅې ډنډورې دي كومې چې حقیقت نه لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل د وزیراعظم عمران خان په هدایت زه به نن د نهې په ورځ د پنجاب اسمبلۍ سپیكر چوهدری ??رویز الٰهی، د پاكستان مسلم لیګ (ق) صدر چوهدری شجاعت حسېن او (ق) لیګ لارښود چوہدری ??ونس الٰهی سره ملاقات كوم۔ ده وو??يل كه اتحادی ګوند كوم تحفظات لري نو پھ دغې ملاقات كښی به په هغې خبره وكړې شي او داسې كومه مسئله نشته كومه چې حل كيدې نشي۔ ده وو??يل حكومت د نظام چلولو لپاره خپلې هڅې كوي۔ ده وو??يل حكومت څخه په 5 مياشتو كښې د ټولو مسئلو حل كولو هيله سمه ??ه ده