اسلام ??با?? 16 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان به راروانه مياشت د حېدر ??با?? پوهنتون د بنياد تيګه اږدي ٬ دغسې د كراچۍ سركلر رېل??ے بحالۍ او بشپړیدو كښې پېښې ستونزې به په ترجيحي بنيادونو لرې كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د اېم كيو اېم د قامي اسمبلۍ غړو سره د خبرو په مهال وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره وزيراعظم آفس كښې ليدلې وو۔په دې مهال د انفارمېشن ټېكنالوجي وفاقي وزير خالد مقبول صديقي ٬ د قانون وزير ډاكټر فروغ نسيم او د قامي اسمبلۍ غړې سيد امين الحق هم موجود وو۔د خزانې وزير اسد عمر٬د وزيراعظم خاص مرستيال ن??يم الحق او د قامي اسمبلۍ غړې محمد عامر ډوګر هم موجود ؤ ۔په ملاقات كښې د سندھ صوبې او د كراچۍ حېدر ??با?? پشان لويو ښارونو وګړو ته په پېښو ستونزې خبرې وشوې۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل د سندھ اولس ته پیښو ستونزو څخه خبر يو٬د دغې مسائلو حل له به وفاقي حكومت خپل كردار ترسره كوي۔د پرمختيائي پروژو په اړه په صوبائي كچه د دواړو ګوندونو ترمينځه كوآرډېنشن لا ښه كولو له د سندھ ګورنر عمران خان اسماعيل په مشرۍ كښې د كمېټۍ جوړولو پريكړه وشوه ٬ دغسې وزيراعظم به راروانه مياشت د حېدر ??با?? پوهنتون د بنياد تيګه اږدي