اسلام آباد ۔29 نومبر(اے پی پی) د حکومت او مخالفې ډلې ترمينځه د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن په ??عا??له ا??تلاف روان دے ولې بيا هم د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن غوره كولو لپاره ??عا??له په ښه ډول ترسر ه كولو له حكومتي او د مخالفې ډلې لارښودو سره تماس نيول پېل كړي دي۔ هيله ده چې د قامي اسمبلۍ تر راروان سېشن به د پبللك اكاؤنټس كمېټۍ پشمول د نورو ق??ئم?? كمېټيو د جوړولو پړاؤ هم ترسره كړې شي۔ د قامی اسمبلی سېکرټرېټ ذريعو ترمخه د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ چیئرمین په ??عا??له د حكومت او مخالفې ډلې ترمينځھ د روان اختلاف حل لټولو لپاره د قامي اسمبلۍ سپيكر مهمو ح??ومتي لارښودو سره سره د مخالفې ډلې مشرانو لارښودو سره هم مشاورت پېل كړې ۔ ذريعو هيله څرګنده كړې چې دا ??عا??له به د قامي اسمبلۍ تر راروان سېشن په غوره ډول حل كړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي د حكومت لخوا د مخالفې ډلې مشر مياں شهباز شريف د پي اے سي چيئرمېن ټاكنې څخه ډډه كولې شي او د مخالفې ډلې غوښتنه ده چې د تېرو دورونو د اے پي سي چيئرمېن په حقله روايت بايد په ځائې وساتلې شي۔ د دې اختلاف لامله د قامي اسمبلۍ د 29 ق??ئم?? كمېټيو د تشكيل كار هم ځڼد سره مخ دے۔ د قامي اسمبلۍ د قاعدو او ضابطو قاعده 200 ترمخه د وزيراعظم سوګند پورته كولو نه وروستو په 30 ورځو كښې د ق??ئم?? كمېټيو جوړولو پړاؤ ترسره كول ضروري وي۔