اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي﴾ وړومبۍ مېرمن بيګم ثمينه علوي وئېلي دي يتيمانانو له د تعليم آسانۍ او د خواخوږۍ ماحول وركول د ټولنې د مثبتو اقدارو عكاسي كوي۔هغې دا خبرې د ګل په ??رځ ايوان صدر كښې محفل ميلاد ته د وېنا كولو په ??هال وكړې۔په ??حفل ميلاد كښې د پیغمبر اسلام حضرت محمد(ص) د تعليماتو په رڼا كښې د يتيمانو د پالنې موضوع ته خاص اهميت وركړی شو۔د هېواد په تاريخ كښې په ??ړومبي ځل په ايوان صدر كښې د عيد ميلادالنبي په ??ړ كښې محفل ميلاد كښې د پاكستان سويټ هومز٬آنجمن فيض الاسلام او د اېس او اېس ويلج تر كفالت لاندې يتيمانان ماشومان ?? خاص مېلمنو په توګه رابللې شوي وو۔په ??حفل ميلاد كښې مېرمنو وزيرانو٬د پارليمان غړو او د دريو واړو وسله والو ځواكونو د مشرانو كور ودانو ګډون وكړو۔وړومبۍ مېرمن په خپله وېنا كښې ووئيل د نبي كريم (ص)د تعليماتو په رڼا كښې يتيمانانو سره رحم دلي او نيكي كول په دې جهان او آخرت كښې لويې ثواب دے٬هغې د نبي كريم(ص)د دې حديث”د يتيمانانو خيال ساتونكې به په جنت كښې ما سره وي”حواله وركولو سره ووئيل اسلام د دولت او جائيداد د تحفظ پشمول د يتيمانو د حقونو په تحفظ زور راوړې ۔هغې ووئيل نن د عظيمې هستۍ د ميلاد په ??وقع دا ماشومان ?? خاص مېلمنو په توګه رابلل د عاجزۍ يو اقدام دے چې دغسې دا كسان د دې لويې هستۍ د ميلاد په ??وقع خپل ځان خاص وګڼي۔په دې موقع ماشومانو نورو سره حمد او نعتونه هم ووئېل او د درود او سلام ورد ئې وكړو۔وړومبۍ مېرمن د دې نه پس ?? خاصو مېلمنو ماشومانو درنښت هم وكړو او ځينې وړوكو ماشومانو سره يې په يو ميز ډوډۍ وخوړله۔د دې نه پس خاص مېلمنو د ايوان صدر د بېلا بېل?? برخو څارنه هم وكړ