رجانه/فېصل آباد 28مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ګل پ?? ماښام موټروے اېم تهري رجانه انټرچېنج سره په يوه دستوره كښې د موټرويز دوه سېكشنو او اېم فور لاهور عبدالحكيم او ګوجره ټوبه ټېك ??نګه سېكشنو پرانسته وكړه۔دې سره دغه موټرويز د عام ټرافېك لپاره پرانستلې شو۔په دې لړ كښې په دستوره كښې وفاقي او صوبائي وزيرانو او د فېصل آباد ډويژن د اسمبلۍ غړو٬اعلی ا??تظ??ميې افسرانو٬د نېشنل هائي وے اتهارټي غړو او د مسلم ليګ(ن)عهديدارو ګډون وكړو۔د پرانستې دستورې په موقع د نېشنل هائي وے اتهارټي چارواكو وزيراعظم شاهد خاقان عباسي له بريفنګ وركړو چې د لاهور عبدالحكيم موټروے اوږد والے 230 كلوميټره دې او په دې 148 اربه روپۍ لګښت راغلې كوم چې پھ دوه كاله كښې بشپړ كړی شو۔ده و??ئي?? نړيوال معيار لرونكې 6 ا??خي??ه سنګل فري موټروے اېم تهري شرق پور رجانه سېكشن 180 كلوميټره دې د كومې د پرانستې سره چې به اولس ته د مزل ښه آسانۍ ترلاسه شي۔دوي و??ئي?? د لاهور عبدالحكيم موټروے اېم تهري لاهور نه تر ملتان مزل به د 5 ساعتو په ځاې دوه نيم ساعته پاتې شي۔دوي و??ئي?? د موټروے په پاتې 49 كلوميټر سېكشن هم تندۍ سره كار روان دې كوم به چې په اګست كښې ټرافېك لپاره پرانستلې شي۔دوي و??ئي?? ګوجره ټوبه ټېك ??نګ سېكشن موټروے فېصل آباد نه تر ملتان د اېف فور برخه ده۔دوي و??ئي?? د دې موټروے 98كلوميټره فېصل نه تر ګوجره سېكشن او 56 كلوميټر ملتان نه تر خانيوال سېكشن وړاندې څخه ټرافېك لپاره پرانستلې شوي۔دوي و??ئي?? چې د دې موټروے بشپړیدو سره به اولس ته د مزل ښه آسانۍ ترلاسه شي