اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر په مقبوضه كشمير كښ?? د هند د روانې رياستي ترهګرې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې په مقبوضه كشمير كښ?? په بې ګناه كشميريانو د هند بې دريغه تشد?? او انتهاخوښي په منطقه كښ?? د سلامت??ا صورتحال لپاره ډېره خطرناكه ده٬ د تشد?? او انتهاخوښې په كومه لار چې هند روان دے٬ د دې نتيجې په منطقه كښ?? د امن په اړه ښې نه دي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښ?? ده ووئيل چې په حقيقت كښ?? هند د يو منظم پلان له مخې د كشميريانو نسل كشي كوي چې دغسې د كشمير ډېموګرافي بدلولو سره د هند په حق كښ?? شي۔ ده ووئيل چې د مقبوضه كشمير د مسئلې حل يوازې د ملګرو ملتونو د قراردادونو د نفاذ او د مذاكراتو د لارې ممكن دے۔ ده ووئيل چې د كشمير په اړه د هند ناولې څېر?? په تندې سره نړۍ ت?? په ډاګه كېږي۔ پاكستان د نړۍ په ټولو فورمونو د كشميريانو د حقونو غږ پورته كوي۔ پاكستان به تر هغه وخت د كشميريانو سفارتي٬ سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي تر څو چې دوي خپل د خپلواكې حق نه وي ترلاسه كړے۔