اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي﴾د پارلمان پبلك اكاؤنټس كمې??ۍ د فېډرل بورډ آف ريونيو(اېف بي آر)د اربونو روپو د ټېكس په عدالتونو كښې پھ ځنډ ??قد??و اندېښنه ښودلې او پريكړه يې ك??ی چې پبلك اكاؤنټس كمېټي به پ?? دې لړ كښې چيف جسټس ته خط ليكي او خواست به كوي چې ماتحت عدالتونو ته دې د دې ??قد??و زر تر زره د ترسره كولو هدايت وكړی شي۔ د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيرمېن خورشيد شاه وئېلي دي چې كه رياست او ادارې كمزورې شي او خلك طاقتور شي نو دا ډېر خطرناك صورتحال دے٬د اربونو روپو د وصولۍ مخ نيوي لپاره په لس لكه روپۍ وكيل كولو سره د امتناع حكم ترلاسه كولې شي٬بايد عدالتونه هم د امتناع حكم وركولو په وخت فكر وكړي۔د كمېتۍ غونډه د زيارت په ورځ د پي اے سي چيئرمېن سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې وشوه۔په غونډ?? كښې د كمېټۍ غړو راجه جاوېد اخلاص٬سردار عاشق حسېن ګوپانګ٬شاهده اختر علي٬صاحبزاده نذير سلطان٬سيد نويد قمر٬ډاكټر غذرا فضل او د اعظم سواتي پشمول د اړوند سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو۔په غونډ?? كښې د اېف بي آر د 16-2015 او د 17-2016 د آډټ اعتراضاتو جاج واخستلې شو۔د آډټ چارواكو د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ ته ووئيل چې حبيب كنسټركشن كمپنۍ د كال 2014 نه د يو ارب 30 كروړه روپو ټېكس قومي خزان?? كښې نه دې جمع كړی او د لاهور هائي كورټ څخه يې د امتناع حكم ترلاسه كړی۔كمېټۍ اېف بي آر ته هدايت وكړو چې هغه دې يو ښه ليګل ټيم سره په عدالت كښې د دې كيس پيروي وكړي۔آډټ چارواكو ووئيل چې د اېن اېل سي پشمول د كنسټركشن د بېلا بېلو كمپنو پھ ذمه انكم ټېكس بقاياجات دي٬پي اے سي ووئيل چې څوك هم د قانون نه بالا تر نه دي۔د دوه كلونو نه پ?? دې معامل?? كښې هېڅ پرمختګ نه دې شوے