واشنګټن 02 مئي (اے پي پي) په امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز چوهدري وئ??لي دي چې د پاكستان او امريكې ترمېنځه د بې باورې خاتمې لپاره د شريكو روابطو جاري ساتلو ضرورت دے٬ دواړو هېوادونو د شريكې مرستې د لارې شريك اهداف ترلاسه كړي دي٬ باي?? دواړه هېوادونه د ستونزو حل لپاره په ګ??ه كار وكړي۔ پاكستاني سفير دا خبرې د شكاګو په پوهنتون كښې د پاكستان او امريكې د اړيكو په موضوع په خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل چې كه هر څو ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه غلط فمهې موجود دي خو په تاريخ كښې كله هم د مسئلو حل د روابطو ختمولو په نتيجه كښې ن?? دې راوتلې۔ ده ووئيل چې باي?? دواړه هېوادونه زيات مذاكرات وكړي چې دغسې بد اعتمادي ختم كړے شي۔ ده ووئيل چې ?? دواړو هېوادونو اړيكې د تېرو اوو لسيزو په مهال مثالي پاتې شوې دي۔ امريكې سره د پاكستان اړيكې ډېرې مهمې دي۔ ده ووئيل چې په افغانستان كښې د امن او استحكام شريك هدف ترلاسه كولو لپاره امريكا او پاكستان په ګ??ه كار كولې شي۔