اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د ك??مي??ي چارو وفاقي وزير محمد برجېس طاهر وئيلي دي جنګونو سره مسئلې نه حل كېږي ٬ د ك??مي?? مسئله بايد د خبرو اترو د لارې حل كړې شي۔ د ك??مي?? په اړه د هند كېس انتهائي كمزورې دې۔ د ك??مي?? په مسئله زمونږ ټولو سلا يوه ده او هغه وخت به راشي چې ك??مي??ي وروڼو ته به ددوئي د خپلواكۍ حق وركړو۔ د ك??مي??ي چارو وزارت ك??مي??ي اولس سره د ??و والي څرګندونې له پروګرام جوړ كړې۔ په څلورو واړو صوبو كښې به ك??مي??ي اولس سره د يووالي څرګندونې له سيمينارونه كولې او ريلۍ ويستلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د اتوار په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د فرورۍ 5مه نېټه چې په كوم ډول د سياسي اختلافاتو او ذاتي مفاداتو څخه لرې ك??مي??ي اولس سره د يووالي په توګه لمانځلې شي په دې زه د خبريالانو مننه كوم۔ ده ووئيل په كال 1947ء كښې ملګرو ملتونو قرارداد پاس كړې وو چې ك??مي??ي اولس ته به د دوئي د خپلواكۍ حق وركړې شي۔ په دغه مهال د هند وزيراعظم جواهر لال نهرو ؤ۔ هغه هم ددې خبرې اقرار كړې ؤ۔ نن 70 كال تېر شوي ولې ك??مي??ي اولس ته دغه حق وركړې شوې نه دې۔ ده ووئيل كال 1947ء څخه تر كال 2018 5 سوه زره ك??مي??ي وګړو د خپلو سرونو قرباني وركړې۔ 3 زره څ??ه زياتې مېرمنې كونډې شوي دي۔ 100 زره ماشومان يتيمانان شوي۔ 30 زره څ??ه زيات ك??مي??يان د پوليس په حراست كښې دي۔ بياهم ك??مي?? كښې تحريك جاري دے۔ ده ووئيل برهان واني د پاكستان په بېرغ كښې نغښتلو سره خاورو ته سپارلې شوې۔ ده ووئيل جنګونو سره مسئلې نه حل كېږي۔ مونږ دوه جنګونه كړي دي۔ پاكستان او هند دواړه اتومي هېوادونه دي ۔ دوئي بايد د خبرو اترو د لارې د ك??مي?? مسئله حل كړي۔ د ك??مي?? په اړه د هند كېس كمزورې دې۔ ده ووئيل هند دا مسئله حل كول نه غواړي۔ ده ووئيل مونږ ك??مي??ي اولس ته باور وركوؤ چې دا مسئله به حل كوؤ۔ وفاقی وزیر ووئيل د ك??مي?? ??و والي ورځ لمانځلو له د ك??مي??ي چارو وزارت پروګرام جوړ كړې۔ په څلورو واړو صوبو كښې به سيمينارونه كولې او ريلۍ ويستلې شي۔ ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم به په 5 فرورۍ آزاد کشمیر کونسل او آزاد کشمیر قانون ساز اسمبلۍ جوائنټ سېشن ته خطاب هم كوي۔ نن د ګل په ورځ به پخوانې وزيراعظم مظفرآباد كښې او اعجاز الحق به د ملګرو ملتونو په دفتر كښې يادداشت هم جمع كوي۔