اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د دفاع وزير او د اروپائي پارلماني دوستې ډلې كنوينئر خرم دستګير خان وئيلي دي چې د جي اېس پي پلس درجه د پاكستان مثبته ك??ميابي ده٬ د جي اېس پي درجې نه پس اروپا ته د پاكستان په برآمداتو كښې 39 فيصده اضافه شوې۔ده دا خبرې د خالي په ورځ د اروپائي اېتلاف د ملټري كمېټې ??ست??ل چيئرمېن جنرال ميخائيل كوستاراكوس د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ د دفاع وزير د پارلماني پلاوي سره د برسلز په څلور ورځنې دوره دے۔ په پلاوي كښې د قومي اسمبلۍ پخوانې سپيكره ډاکټر فهمیدہ مرزا ،چیئرمین نیشنل اسمبلي کامرس کمیټي سر??ج خان او چیئر مین سینټ کامرس کمیټي شبلی فراز شامل دي۔ خرم دستګير خان ووئيل چې پاكستان او اروپائي اېتل??ف مرسته او اړيكې د جمهوريت او وګړو د حقونو د تحفظ د شريكو اقدارو په بنياد دي۔ ده ووئيل چې پاكستان د مېرمنو٬ اقليتونو او د ماشومانو پشمول د ټولنې د محروم طبقو تحفظ لپاره ډېرې هڅې او قانون سازي كړې۔