ډیووس 26 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره د سوئټزرلینډ په ډیووس ښار كښې د نړيوال اقتصادی فورم په موقع د میډ ټرانك چیف ایګزیکټو آفیسر عمر اشراق تيره ورځ ليدلي دي۔ د قامی روغتيا وزیره سائرہ افضل تارړ ، د اطلاعات او خپرونو دومه وزيره مریم اورنګزیب، د وزیراعظم خاص مرستيال علی جهانګیر صدیقی او نور سینئر حکومتی اهلکار هم په دې مهال موجود ؤ۔ وزیراعظم د میډ ټرانك چیف ایګزیکټو آفیسر د وزیراعظم صحت پروګرام او ټول هېواد كښې د حفاظتی ټیکو کوریج كښې ترلاسه شوي کامیابیو څخه خبر كړو۔ ده د روغتيا كوټلې اسانيو په لړ كښې میډ ټرانك ??ه په پاکستان كښې تربیتی او تعلیمی مرکزونو پرانستلو او د پاکستان د روغتونونو سره د شراکت دارۍ بلنه وركړه۔وزیراعظم د عامې روغتيا په اړه د تحقیق او پرمختګ په حقله د ش??يك?? منصوبو په حاجت زور راوړو۔ ملاقات كښې د عامې روغتيا خذ??ات په اړه د بيل ماډلز جاج واخستې شو۔ د میډ ټرانك چیف ایګزیکټو آفیسر د وزیراعظم مننه وكړه او سباؤن كښې ئې د عامې روغتيا په اړه چیلنجونو او نتيجو اډانه د عامې روغتيا خذ??ات كښې د مرستې وړانديز وكړو۔ ده په پاکستان په حکومتی یا ??جی كچه د جدید روغتونونو جوړولو كښې د شراکتدارۍ وړانديز هم وكړو۔ دا خبره دې ياده وي چې میډ ټرانك ټوله نړۍ كښې د عامې روغتيا جدید ټیکنالوجی لرونكې کمپنی ده كومه چې د زړه رنز، ذیابطیس او نورو رنزونو انتظام او انصرام كښې په زړه پورې خذ??ات وركوي۔